کاپيسا کې له ځوانانو سره د همږغۍ ناسته وشوه
د کاپیسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي کريم الله وثیق په خپل کاري دفتر کې د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ له يو شمېر ځوانانو سره د همږغۍ او ستونزو ته د رسيده ګۍ په موخه ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: د دغې ناستې څخه موخه په ټولنه کې د ځوانانو د ارزښت او اړتیا یادونه وه، د دوی په وینا؛ ځوانان د ټولنې د ملا تیر حیثیت لري او د هرې ټولنې پرمختګ په ځوانانو پورې اړوند وي.
دغه راز ځوانانو هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په فرهنګي او ټولنیزو برخو کې د دوی ستونزو ته د رسيده ګۍ او د ځوانانو په چارو کې د دې ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه مننه وکړه.
۱۴۴۶/۱۱/۵ ه ق
