د ایران سفارت استازي د هنرستان له رئيس سره وکتل
په کابل کې د ایران سفارت استازي اقشارسیفي نژاد په ملي نګارستان کې د هنرستان ریاست رٸیس مفتي محمد لعل منیب سره وکتل.
ښاغلي منیب وویل: د يادې ليدنې موخه په هېواد کې هنري برخې ته پراختیا ورکول وو، چې د دواړو لوريو تر منځ د هنري آثارو د ترميم په اړه د مسلکي ورکشاپونو جوړولو په اړه خبرې وشوې.
د ایران سفارت استازي اقشار سیفي نژاد يادونه وکړه، چې دواړه ګاونډي هیوادونه یو له بل سره همکاریو او مثبت تعامل ته اړتیا لري.
همدا راز ښاغلي سیفي نژاد د ملي نګارستان له هنري آثارو څخه هم ليدنه وکړه.
۱۱/۱۰/۱۴۴۶ ق
