د برګټ عبدالاحمد خان کلا له سلو کلو اوږده مخينه لري

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۴:۴۳
sdfgh

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمید الله نثار د برګټ تاریخي کلا څخه د څارنې په موخه لیدنه وکړه.
ښاغلي نثار د دغې تاریخي کلا په ساتنه تینګار وکړ او ويې ویل: د برګت عبدالاحمد خان کلا چې عام وګړي یې د برګټ د کلا په نوم پیژني، تر سلو کلونو زیاته مخینه لري.
 نوموړي د ځایي مورخینو له قوله زیاته کړه، چې د دغې ودانۍ د بنسټ ډبره امیر حبیب الله خان ایښې، چې اته ضلعې او اته برجونه لري، د ښاغلي نثار په خبره د دغې کلا د ننه یوه بله کلا هم د حرم سرای په ډول جوړه شوې، چې د څلورو برجونو درلودونکې ده.
نوموړي وویل: له دغې تاریخي کلا څخه د تیرو نظامونو پر مهال د پوځي مرکز په توګه استفاده شوې او د ساتنې لپاره یې هیڅ ډول تدابیر نه وو نیول شوي، چې له دې امله یې ځینې برخې نړېدلي او نورې برخې یې د نړېدلو له ګواښ سره مخ دي.
 ښاغلي نثار ژمنه وکړه، چې د دغې تاریخي کلا د ساتنې او بیا رغونې په برخه کې به خپلې هڅې نه سپموي.
 یاده تاریخي کلا د کابل-  کندهار د عمومي لارې ختیځ لور ته د غزني- پکتیکا سرک سره خوا کې موقعیت لري، چې د غزني ولایت د تاریخي کلاګانو په ډله کې راځي.

۱۰/۱۰/۱۴۴۶ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۹
Background image

تالارهای کتاب‌خانه‌های عامه تا ده شب باز خواهند بود

دکتور رفیع الله صمیم رییس کتاب‌خانه‌های عامه می‌گوید که از این پس تالارهای کتاب‌خانه‌های عامه تا ساعت ۱۰ شب به روی علاقه‌مندان دانش، تحقیق و مطالعه باز خواهند بود.
به گفتۀ آقای صمیم؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۷
Background image

تقدیر از شاگردان خلاق مکاتب ولسوالی‌های نجراب و حصه اول کوهستان ولایت کاپیسا

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا شماری از شاگردان خلاق و مبتکر مکاتب ولسوالی‌های نجراب و حصه اول کوهستان این ولایت را که در بخش‌های ترنم، خطاطی، خوشنویسی، نقاشی و شبیه‌سازی برخی وسایل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

معین فرهنگ و هنر از استاد محمد آصف صمیم نویسنده و محقق مشهور کشور عیادت کرد

مولوی عتیق الله عزیزی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ جهت دیدار و احوال‌پرسی استاد محمد آصف صمیم نویسنده، محقق و منتقد مشهور کشور، به منزل ایشان حضور یافت.
معین فرهنگ و هنر،. . .

BACK TO NEWS