هرات کې د ( ټولنیزو رسنیو اغېز د ځوانانو پر ژوند باندې) تر عنوان لاندې سمینار جوړ شو

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۱:۳۸
یزیز

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د (ټولنیزو رسنیو اغېز د ځوانانو پر ژوند باندې) تر عنوان لاندې سمینار د نهاوند علمي او کلتوري ادارې په همکارۍ انجیل ولسوالۍ کې جوړ شو.  
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي په دې سیمینار کې وویل "ځینې افراد او ډلې د ټولنیزو رسنیو څخه د دیني باورونو کمزوري کولو، غلطو افکارو خپرولو او ځوانانو د انحراف لپاره استفاده کوي، نو په دې برخه کې اړتیا شته چې زیات پوهاوی ورکړل شي."  
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس له ځوانانو وغوښتل چې د ټولنیزو رسنیو په کارولو کې احتیاط وکړي او له دې څخه د علمي، کلتوري او ټولنیزو پرمختګونو لپاره ګټه واخلي.  
د هرات د اطلاعاتو او کلتور د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالمتین عادل وویل "په دې سیمینار کې له ۳۰۰ څخه زیات ځوانانو ګډون وکړ او د ټولنیزو رسنیو د مثبتو او منفي اغېزو په اړه مهم مطالب د ځوانانو آمریت له لوري وړاندې شول. " 
دا سیمینارونه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په هرات کې د ټولنیزو رسنیو کارول د ځوانانو په منځ کې په بې ساري توګه زیات شوي دي، چې په دې اړه د مثبتو او منفي اغېزو د څیړلو په موخه سمینار ورته دائر شو.

۱۴۴۶/۸/۱۴ هـ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۵ هـ ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS