سیمینار علمی و عملی تحت عنوان پالیسی امارت اسلامی و اصول ژورنالیزم در ولایت فراه برگزار شد
یکشنبه (۱۵ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار په دې ولايت کې د تاريخي آبداتو د کيندنې له چارو څخه له نژدې ليدنه وکړه.
ملا حميدالله نثار په دې ولايت کې د تاريخي آبداتو د کيندنې په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د ورغلي مسلکي پلاوي د کارونو څخه د نژدې څخه ليدنه وکړه او له دوی څخه يې وغوښتل تر څو د کيندنې په نتيجه کې د لاسته راغليو آثارو په سمه ساتنه کې له هيڅ راز هڅو ډډه ونکړي.
همداراز ښاغلي نثار د يو شمير هغو تاريخي سيمو او منارونو څخه چې د وروستيو بارانونو له امله زيانمن شوي وو هم ليدنه وکړه او ويې ويل: د تاريخي آثارو او آبداتو ساتنه د ولسونو او حکومتونو مسؤليت دی، د خلکو له لوري د مسؤليت احساس د تاريخي آبداتو او آثارو د ژغورنې سبب ګرځي او د غزني ولسونه باید په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره خپله همکاري ډيره کړي.
۱۴۰۳/۵/۱ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۲ میلادي
