پکتيکا کې د امـارت پېژندنې سيالۍ غوره ګډونوال وستايل شول

tawana_admin
ثلاثاء, يوليو 30 2024 3:30 مساء
pp

سه شنبه (۲۴ محرم ۱۴۴۶ ) د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امريت له لوري د پکتيکا د پوهنې ریاست په همغږۍ د جاني خېل او شخیل آباد ولسوالیو له څه باندې (۱۵۰) تنو طالب العلـمانو، زده کوونکو او ځوانانو څخه د امـارت پېژندنې کتاب اخیستل شوې آزموینې پایلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان او د هرې ولسوالۍ لس تنه ممتاز ګډونوال په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
غونډې ته د خبرو په ترڅ کې د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر ناياب وویل: په ټول توان سره به د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هڅې کوو، د ځوانانو تر منځ د مطالعې دود پياوړي کولو، سالم رقابت رامنځته کولو او د خپلو اسلافو له تاریخ د خبراوي په موخه به دا ډول سيالۍ ترسره کوو.
د غونډې ویناوالو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ځوانانو د روښانه راتلونکي، علمي او فکـري وړتیا لوړولو په موخه دا ډول پروګرامونه اړین دي، دوی غوښتنه وکړه، څو په راتلونکې کې دې ته ورته نور پروګرامونه او سیالۍهم ترسره شي.
د يادونې وړ ده چې د هرې ولسوالۍ په کچه لومړي مقام ګټونکو ته کمپيوټر، دویم، درېیم او څلورم مقام ګټونکو ته مبايلونه او تر لسم مقام پورې غوره ګډونوالو ته بېلابېلې جايزې او کتابونه ډالۍ ورکړل شول.

۱۴۰۳/۵/۹ ھ ل 
۲۰۲۴/۷/۳۰ ميلادي

تازه ترین اخبار

سبت, مايو 16 2026 12:46 مساء
Background image

انطلاق ندوة تدريبية لتطوير قدرات موظفي الشركات السياحية والحج والعمرة

 يوم السبت (29 ذو القعدة 1447هـ)، أقام معهدُ السياحة والفندقة التابع لرئاسة البحث والتطوير السياحي، في إطار وكالة شؤون السياحة والمالية والإدارة بوزارة الإعلام والثقافة، ندوةً تدريبيةً. . .

سبت, مايو 16 2026 10:53 صباحا
Background image

نائب الوزير لشؤون السياحة والمالية والإدارة يزور ولايتي فارياب وجوزجان

قام نائب الوزير لشؤون السياحة والمالية والإدارة في وزارة الإعلام والثقافة، مولوي قدرت الله جمال، على رأس وفدٍ، بزيارتين إلى ولايتي فارياب وجوزجان.
وخلال زيارته إلى ولاية فارياب، التقى. . .

سبت, مايو 16 2026 9:23 صباحا
Background image

انطلاق المشاعرة السنوية التقليدية «نهر هلمند» في لشكرگاه

نظّمت رئاسةُ الإعلام والثقافة في ولاية هلمند المشاعرةَ السنويةَ التقليدية «نهر هلمند» في مركز مدينة لشكرگاه، بحضورٍ رسمي وثقافي واسع.
وشهدت المشاعرة حضورَ والي هلمند مولوي أمان الدين. . .

BACK TO NEWS