محمد طاهر زهير په هېواد کې د ګرځندوى صنعت پر ودې ټينګار وکړ
- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير نن د ګرځندوى، مالي او اداري معینیت له مسوولينو سره په کتنه کې وویل چې د ګرځندوى صنعت ته بايد وده ورکړ ش
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ محمد طاهر زهير په دې کتنه کې څرګنده کړه چې د ګرځندوى صنعت په نړۍ کې تر ټولو عايد لرونکى صنعت دى او هلې ځلې دې وشي چې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو په جلبولو سره دغه صنعت ته زياته وده او پراختيا ورکړ شي.
په کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى، مالي او ادارې معينې پوهنيارې سېدې مژګان مصطفوي د دغه معينيت د بېلابېلو څانګو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته د دغه معينيت رييسانو او آمرينو د خپلو اړوندو څانګو يو کلن کاري رپوټ بيان کړ او په هېواد کې د ګرځندوى صنعت د ښه والي لپاره يې خپلې طرحې او پيشنهادونه وړاندې کړل.
کابل / د چنګاښ ١٠ مه / باختر