پروان کې د موزيم پيژندنې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

wares_admin
اثنين, ديسمبر 04 2023 10:18 صباحا
.....

د پروان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د موزيم لوی مدیریت له لوري د ځایي موزيم د آثارو د تشرېح او توضېح په موخه د موزيم پيژندنې یو ورځنی سیمینار جوړ شو، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلينو تر څنګ ګڼ شمېر ځوانانو او زده کوونکو پکې برخه اخستې وه.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر عتيق الله صافي د سیمینار ګډون والو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د یاد سیمینار موخه د لرغونو آثارو په اړه ځوانانو ته عامه پوهاوی، د پروان د ځايي موزيم د شته آثارو توضېح او پیژندنه ياده کړه او زياته يې کړه چې لرغوني آثار د تیرو تاریخي پړاوونو د ژوند رښتینی انځور څرګندوي.
ورپسې د اطلاعاتو آمر رحمت الله رحیمي د موزيم د جوړېدا اصلي موخه د لرغونو آثار ساتنه، رغونه او علمي ګټه اخیستنه یاده کړه او ويې ويل موزيم د یوې کره سرچينې په توګه د تاريخ ليکنې برخه کې خورا اړینه ونډه لري.
همداراز د سیمینار یو تن ګډونوال سردار امین د یاد سیمينار په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: د داسې سيمينارونو جوړول د ځوانانو ظرفیت لوړونې لپاره خورا اړین دي او له ځوانانو یې وغوښتل چې د ځایي موزيم څخه لیدنه وکړي.
هېره دې نه وي چې د سیمینار په پای کې ګډون والو د پروان ځايي موزيم څخه لیدنه وکړه او د موزيم د مسؤلینو له لوري ورته شته آثار تشرېح او توضېح کړای شول.
۱۴۴۵/۵/۱۹ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۲ هـ ش

تازه ترین اخبار

خميس, أكتوبر 22 2026 11:39 صباحا
Background image

اجتماع توعوي في ولاية كابيسا بشأن تنفيذ المرسوم رقم ١٧ ومكافحة المخدرات والاتجار بالبشر

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية كابيسا، بالتعاون مع مؤسسة تنوير الفكرية والثقافية، اجتماعًا شعبيًا موسعًا في مديرية حصة دوم كوهستان بالولاية، خُصّص لمناقشة مراسيم القيادة، ولا سيما. . .

خميس, أكتوبر 22 2026 11:38 صباحا
Background image

اجتماع تنسيقي مع الشباب في مديرية شاجوي بولاية زابل

عقد المدير العام للإعلام والثقافة في مديرية شاجوي بولاية زابل، حضرت الله زاهد، اجتماعًا تنسيقيًا مع الشباب، تناول سبل تعزيز التعاون والتنسيق بينهم، وتطوير الأنشطة الثقافية، وترسيخ دورهم. . .

أربعاء, أكتوبر 21 2026 11:38 صباحا
Background image

عقد اجتماع تنسيقي مع المثقفين وإقامة مهرجان للألعاب الشعبية في ولاية سربل

نظّمت وكالة شؤون الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة اجتماعًا تنسيقيًا مع المثقفين ومهرجانًا للألعاب الشعبية في ولاية سربل، بحضور رئيس رئاسة الثقافة الشعبية، الحافظ سيف الرحمن محمدي. . .

BACK TO NEWS