په ننګرهار کې د هوسا ولس او مسؤل نظام تر عنوان لاندې غونډه تر سره شوه

wares_admin
سبت, أغسطس 26 2023 10:47 صباحا
.....

 

تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د هوسا ولس او مسؤل نظام تر عنوان لاندې د ولسونو او دولتي مسؤلینو ترمنځ غونډه تر شوه.
یاده غونډه د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او یاد وزارت له لوري د ولسونو او دولتي مسؤلینو ترمنځ د مخامخ دوه اړخيزو غوښتنو، سپارښتنو، ګډو بحثونو او ستونزو ته د حل لارو لټولو په موخه جوړه شوې وه، چې پکې د هېواد له مرکز څخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين مولوي حيات الله مهاجر فراهي، د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معين دوکتور لطف الله خیرخواه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر آژانس رئيس ضياءالحق حقمل، د دولتي ورځپاڼو رئيس مولوي محمد ابراهيم نبيل، د بیهقي رئيس عبدالعليم ځانواک، اطلاعاتو ته د لاسرسي رئيس مستغفر، د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري او د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو، ليکوالانو، ديني علماوو، ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نور محمد حنيف خبرې وکړې او ویې ویل: د شکر ځای دی چې نن موږ د اسلامي نظام څښتنان يو او نن د هېواد د مشرانو په خاصې پاملرنې سره د هوسا ولس او مسؤل نظام تر عنوان لاندې د ولسونو ترمنځ د يو چت لاندې پراخه غونډه لرو، چې په آزاده فضاء او ډاډمن امنيت کې زموږ د غونډې ټول ګډونوال له مسؤلينو سره خپلې غوښتنې، هغوی ته د دوی د پاملرنې په موخه وړاندې کوي او له نظام څخه د ملاتړ بحثونه کېږي.
ورپسې د قومونو په استازولۍ حاجي جهانزېب مومند خبرې وکړې او ویې ويل: د ا.ا.ا. له دوو کلونو حاکميت پوره کېدو سره ولسونه په دې پوه شوي، چې حاکم نظام د خلکو د هوساېنې او د هېواد د بيارغونې لپاره ډېر څه کړي او لاهم هڅې کوي.
ښاغلي جهانزیب او یو شمېر نورو ولسي وګړو له مسؤلینو وغوښتل چې د معارف په ګډون د سړکونو، روغتيا او ځوانانو ته د کار او روزګار برابرولو زمينې برابرې کړي.
د خلکو د غوښتنو او وړانديزونو اورېدو وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين، د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معين او د ننګرهار ولايت مرستيال والي په خپلو خبرو کې د خلکو د خبرو هرکلی وکړ او ویې ويل: دغه نظام د همدې ولسونو په ملاتړ او د دوی د بچيانو د قربانيو او سرښندنو په نتيجه کې رامنځته شوی، موږ به د خپلو ولسونو ستونزو او مشکلاتو ته د حل لارې لټوو او ستاسې غوښتنې به د حل په موخه تر مشرانو ورسوو.

١٤٤٥/٢/٩ هـ ق
١٤٠٢/٦/٤ هـ ش

تازه ترین اخبار

أربعاء, أكتوبر 21 2026 11:38 صباحا
Background image

عقد اجتماع تنسيقي مع المثقفين وإقامة مهرجان للألعاب الشعبية في ولاية سربل

نظّمت وكالة شؤون الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة اجتماعًا تنسيقيًا مع المثقفين ومهرجانًا للألعاب الشعبية في ولاية سربل، بحضور رئيس رئاسة الثقافة الشعبية، الحافظ سيف الرحمن محمدي. . .

أربعاء, أكتوبر 21 2026 10:39 صباحا
Background image

لجنة التحقيق في شكاوى وسائل الإعلام ومخالفاتها تعقد اجتماعها الدوري

عقدت لجنة التحقيق في شكاوى وسائل الإعلام ومخالفاتها اجتماعها الدوري في مقر وكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
واستعرض الاجتماع. . .

أربعاء, أكتوبر 21 2026 10:35 صباحا
Background image

ندوة تدريبية في بلخ حول مسؤولية الشباب في تعزيز النظام الإسلامي وتقدم البلاد

أقامت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية بلخ ندوة تدريبية ليوم واحد بعنوان «مسؤولية الشباب في تعزيز النظام الإسلامي وتقدم البلاد»، بمشاركة رئيس شؤون الشباب بوزارة الإعلام والثقافة، المولوي. . .

BACK TO NEWS