پنجشېر کې سلګونو خبریالانو او فرهنګي فعالانو ته د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
خميس, يوليو 09 2026 8:26 صباحا
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د پنجشېر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو، چې په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د پنجشېر مرستیال والي ملا شاه ملنګ روح الله، د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو، د سیمه‌ئیزو ادارو مسؤلینو او د پوهنتون استادانو هم ګډون کړی و.
په دغه سیمینار کې د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي د رسنیو مهم رول ته په اشارې له خبریالانو څخه وغوښتل چې د منفي تبلیغاتو په وړاندې ودریږي او د ملي وحدت پیاوړتیا، د اسلامي نظام د استحکام، او د اسلامي نظام د لاسته راوړنو د رسنیزو کولو په برخه کې فعاله ونډه واخلي او همدارنګه یې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرامینو په خپراوي او پلي کیدو ټینګار وکړ. 
ښاغلي مهاجر زیاته کړه، چې په اقتصادي برخو کې د لاسته راوړنو تر څنګ، لومړي ځل لپاره له افغان خاورې څخه پلان شوي هوایي عملیات د پاکستان په داخل کې په خواریجو او د شر او فساد پر مرکزونو ترسره شول، چې دا د هېواد د دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا څرګندونه کوي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامو اړيکو رئيس او ویاند قاري خبیب غفران په تاریخ کې د خبريالانو د راپورونو او ليکنو ثبت ته په اشارې، د پېښو د رسنیز کولو او د ټولنې د خبرولو په برخه کې د رسنیو په دروند مسؤلیت ټینګار وکړ، ښاغلي غفران د پنجشير سیمه یزو رسنيو د فعاليتونو ستاینه وکړه او له خبريالانو څخه یې وغوښتل چې د کره او مستندو خبرو په خپرولو سره له بې اساسه خبرو څخه او تفرقې مخنيوی وکړي او په ملي وحدت او د اسلامي ارزښتونو په ساتنه کې فعال او مسؤولانه رول ولوبوي.
ورته مهال د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر د دغه سيمينار او نورو روزنيزو پروګرامونو جوړول د خبريالانو په علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو کې او د رسنيو او فرهنګي بنسټونو تر منځ د تعامل په پیاوړتيا کې اغیزمن وبلله.
همدارنګه د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د کابل پوهنتون استاد دوکتور شفیق وردګ، د پنجشير د مقام دفتر رئیس مولوی عبدالمتین عزام او نورو ويناوالو هم د اسلامي نظام په ملاتړ، ملي اهدافو په تحقق، له تعصباتو سره مبارزه او د افغانستان اسلامي امارت د لاسته راوړنو په رسنیز کولو کې د رسنیو رول مهم وباله او ټينګار يې وکړ، چې رسنيز بنسټونه باید په دې برخه کې مسؤولانه او جدي چلند وکړي.
ویناوالو همدارنګه د هېواد په پرمختګ کې د ځوانانو رول باندې ټینګار وکړ او ځوانان یې د پوهې حاصلولو، فردي مهارتونو پیاوړتیا، اخلاقي ارزښتونو ته ژمنتیا، صداقت او ټولنې ته د خدمت کولو لپاره وهڅول.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو د یاد سیمینار له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او د خبریالانو مسلکي ظرفیت لوړونې، د ځوانانو ظرفیت لوړونې او د فرهنګي فعالیتونو پیاوړتیا لپاره یې د ورته نورو پروګرامونو د جوړولو غوښتونکي شول.

تازه ترین اخبار

أربعاء, أغسطس 12 2026 12:31 مساء
Background image

لقاء نائب وزير الإعلام والثقافة ممثلي شركات واتحادات التوظيف الخاصة

الثلاثاء (27 صفر المظفر 1448هـ)، التقى نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون السياحة والمالية والإدارية، مولوي قدرت الله جمال، في مكتبه، ممثلي عدد من شركات واتحادات التوظيف الخاصة، وبحث معهم. . .

أربعاء, أغسطس 12 2026 12:23 مساء
Background image

رئيس شؤون الشباب يوقّع اتفاقية تعاون مع مؤسسة «أكتيد»

وقّع رئيس شؤون الشباب التابع للإدارة العامة لحماية الآثار الجهادية بوزارة الإعلام والثقافة، مولوي سيد محمد داود آغا، اتفاقية تعاون مع مؤسسة «أكتيد» (ACTED) الدولية، بقيمة تتجاوز 324 ألف. . .

أربعاء, أغسطس 12 2026 9:58 صباحا
Background image

لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية تقيّم اللوحات واللافتات الإعلانية في الناحية العشرين من كابل

أجرت لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية التابعة لمعاونية شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، في إطار مواصلة أنشطتها الميدانية، عملية تقييم ومراقبة شاملة للوحات واللافتات الإعلانية. . .

BACK TO NEWS