کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

wasim_admin
أربعاء, يونيو 10 2026 12:02 مساء
..

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او څېړونکي استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په ویاړ ستاينغونډه جوړه کړې وه، چې پکې علماء کرامو، مشرانو، د پوهنتونونو استادانو، لیکوالانو، سوداګرو، شاعرانو او د ادب مينه والو ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي انعام الله سمنګاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د غونډي د موخې او ارزښت په اړه خبري وکړې او زیاته یې کړه، چې زموږ د ټولنې لیکوالان له دې امله هم د ډېرې ستاینې او درناوي وړ دي، چې د لیکوالۍ له پیله، د کتابونو تر چاپ او د خپل ادبي ژوند په ټولو پړاوونو کې له نږدې هیڅ ډول امکاناتو او وسایلو څخه برخمن نه دي پاتې شوي. استاد هوتک په ټول علمي او ادبي ژوند کې د خپل وړ استعداد او ژور علم څخه په ګټې اخيستنې سره خپلې ژبې او ټولنې ته تر ۶۰ پورې بېلا بېل آثار ليکلي او وړاندې کړي دي.

په دې علمي غونډه کې پوهندوی مطیع الله روهیال د ښاغلي استاد هوتک د ژوند، زده کړو، علمي او ادبي خدمتونو په اړه خبرې وکړې او د هغه ترسره کړې علمي هڅې یې وستایلې.

دغه راز استاد محمد معصوم هوتک د خپلي وينا پر مهال د احمد شاه بابا تاریخي کور جوړونې او په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پاملرنه او هڅې وستایلې او ویې وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خپل مسؤوليت په ښه توګه ادا کړی دی، چې د کندهار د ليکوالانو او شاعرانو تشويق او د تاريخي آبداتو رغېدنې ته يې خورا ډېر کار کړی دی.

د غونډې په پای کې د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري استاد هوتک ته ستاینلیک، بېلابېلې ډالۍ او د اعزاز پګړۍ ور په سر شوه.

د يادونې وړ ده، چې د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري له دې وړاندې هم د یو شمېر ليکوالانو او شاعرانو خدمتونه ستايل شوي.

 ۱۴۴۷/۱۲/۲۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

خميس, أكتوبر 08 2026 12:58 مساء
Background image

معاون شؤون النشر يعقد لقاءً مع صحفيي ننگرهار ومسؤولي وسائل الإعلام المحلية

عقد معاون شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، السيد مهاجر فراهي، بحضور رئيس رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية ننجرهار، مولوي ذبيح الله نوراني، لقاءً مع صحفيي الولاية وممثلي وسائل الإعلام. . .

خميس, أكتوبر 08 2026 12:43 مساء
Background image

توزيع مواد مطبوعة للتوعية العامة بشأن المرسوم رقم (١٧)

في إطار مواصلة برامج التوعية الثقافية العامة، قامت وزارة الإعلام والثقافة بتوزيع بروشورات وكتيبات وأقلام ومواد مطبوعة توعوية أخرى أُعدّت للتعريف بالمرسوم رقم (١٧) الصادر عن سماحة أمير. . .

خميس, أكتوبر 08 2026 10:37 صباحا
Background image

تكريم الفائزين في مسابقة الخطابة حول السيرة النبوية (ﷺ)

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية خوست، بالتعاون مع مؤسسة الكوثر الفكرية والثقافية، مسابقة في الخطابة حول السيرة النبوية (ﷺ)، بمشاركة مئات من طلبة العلم، وذلك في مدرسة جامع دار. . .

BACK TO NEWS