په نورستان کې له رضاکارو ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

tawana_admin
Wed, Jan 08 2025 8:22 PM
drtyui

د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سميع الحق حق بیان په مشرۍ او د ځوانانو چارو آمریت له لوري له يو شمېر رضاکارو ځوانانو سره مشورتي ناسته وشوه، چې د ټولو ولسوالیو استازو پکې ګډون کړی و.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سميع الحق حق بیان وویل: یاده ناسته د ځوانانو ستونزو ته رسېدنې او د اطلاعاتو اوکلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت لخوا جوړېدونکي سیمینار ته وړ او با استعداده ځوانانو ورپېژندلو په موخه جوړه شوې؛ ښاغلي حق بیان زیاته کړه چې یاد لس ورځني سیمینار لپاره به د هرې ولسوالۍ څخه یو کس وروپېژندل کېږي، ترڅو له جوړېدونکي سیمينار څخه مثبته ګټه ترلاسه کړي.
ورپسې د ځوانانو چارو آمر محمد شعيب مظلومیار، د ځوانانو د رول او فعال شتون په اړه معلومات وړاندې او د ځوانانو لپاره جوړېدونکي سیمینار کړنلاره یې ورسره شريکه کړه؛ همدارنګه نوموړي وویل: ځوانانو ته پاملرنه زیاته شوې او د هغوی د ودې، زده کړې، کارموندنې، اقتصادي پیاوړتیا او ظرفیت جوړولو لپاره به مناسب فرصتونه برابر شي.
په پای کې یو شمېر رضاکارو ځوانانو د خپلو نظرونو څرګندولو سربېره د اطلاعاتو اوکلتور رياست له رهبرۍ څخه مننه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ، چې د هر ډول برنامو په پلي کولو کې ورسره پوره همکاري او ملاتړ کوي. 

۱۴۰۳/۱۰/۱۹ه‍‌ ل
۱۴۴۶/۷/۷ هـ ق