استالف ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سيالۍ غوره ګډونوال وستايل شول
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د حریت بنسټ په همکارۍ په استالف ولسوالۍ کې له ځوانانو څخه د امارت پېژندنې کتاب ازموینه اخیستې وه، چې پایلې یې په ځانګړو مراسمو کې اعلان او غوره ګډونوال د ډاليو په ورکولو وستایل شول.
په دغو مراسمو کې د عامه کتابتونونو او پوهنې رياستونو مسؤلينو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د عامه کتابتونونو د عامه اړیکو عمومي مدیر خالد اوریا د وینا پر مهال د کتاب لوستلو پر ارزښت او مطالعې ته د ځوانانو د تشويقولو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: دا ډول مراسم د کتاب لوستنې د کلتور د پراخېدو او د عامه پوهاوي د زیاتوالي لپاره یو اغېزناک ګام دی.
د يادونې وړ ده، چې د لومړي مقام ګټونکي ته یو پايه کمپیوټر، د دوهم او دریم مقام ګټونکو ته ځيرک موبایلونه، او تر شلم مقام پورې ګډونوالو ته بېلابېلې مادي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.
۱۴۴۶/۷/۲۹ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۱ ل
