د غور ولایت تاریخي آبداتو او کلتوري میراثونو ته جدي پاملرنه کېږي

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۰:۱۸
sdfghj

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي: د دې ولایت د تاریخي آبداتو او کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې یې عملي ګامونه اخیستي دي.
د یاد ریاست رئیس الحاج مولوي عبدالحی زعیم وایي: غور له سلګونو تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو سره د خپل تاریخي، کلتوري او سیاحتي ارزښت له امله ځانګړې جاذبې لري او دغه آبدات د سیلانیانو د جذبولو لپاره مهم رول لوبولای شي.
نوموړي زیاته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د دې ولایت د تاریخي آبداتو، کلتوري میراثونو او سیاحتي ځایونو د ساتنې لپاره مهم کارونه ترسره شوي دي.
د نوموړي په وینا، تر اوسه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې ټیم د غور ۲۰۰ تاریخي او لرغوني ځایونه ثبت او GPS کړي دي، همداراز د دې آبداتو د ساتنې لپاره د څار ډیجیټلي وسایلو نصب، د احاطې دیوالونو جوړول، کابین‌کاري، د تاریخي ځايونو شاوخوا پاک‌ کاري او د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو برخو کې عملي اقدامات شوي دي.

۱۴۴۶/۷/۲۹ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۱ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS