لوګر کې د ساینسي علومو د سیالۍ آزموینه واخېستل شوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۴۲
سیبلا

د لوګر ولايت اطلاعاتو او کلتور ریاست او د الفت ښوونیز مرکز په ګډه همکارۍ د يوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، له ۱۲۰ تنه زده کوونکو او ځوانانو څخه د ساینسي علومو آزموینه واخېستل شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وویل: یاده سیالي په ټولنه کې د مطالعې دود غښتلي کولو او مطالعې طرف ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې ده.
د نوموړي په وینا؛ په دغه آزموینه کې د مرکز ترڅنګ له ولسواليو څخه ۱۲۰ تنو زده کوونکو او ځوانانو ګډون کړی وو، نږدې راتلونکي کې به د ولایت په کچه د امام ابو حنیفه (رح) تر عنوان لاندې ستره سیالي هم ترسره شي. 
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمېدو سره لوګر کې دا ۳۴ مه علمي سیالي ده، چې په سیرت النبي، فکري روزنه، امارت پېژندنه او یو شمېر نورو برخو کې اخېستل کیږي.

۱۴۴۶/۷/۱۴ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۶ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS