غزني کې د شاه امان الله خان په تاریخي ماڼۍ کې کتابتون جوړ شو

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۲:۳۸
vvv

د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت، د غزني ولایت مقر ولسوالۍ کې د شاه امان الله خان په تاریخي ماڼۍ کې یو کتابتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د دغه کتابتون د پرانیستې پر مهال وویل: د دې کتابتون د جوړولو موخه د مطالعې کلتور ته وده ورکول او ځوانان د کتاب لوستلو ته هڅول دي.
هغه زیاته کړه؛ په تېرو وختونو کې دغه تاریخي ماڼۍ د پوځي مرکز په توګه استفاده کېدله، خو د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا د ودانۍ د بیارغونې په ترڅ کې دا تاریخي ځای په یوه مهم فرهنګي مرکز بدل شو.
ملا نثار وویل:  په غزني کې د مطالعې کلتور په چټکۍ وده کړې او د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم ځوانانو ته د کتابونو د لاسرسي زمینه برابره کړي.
ورته مهال د یاد کتابتون مسؤل مولوي حبیب الرحمن ناصر وویل: دغه کتابتون ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا تر درې زره زیات کتابونه ورکړل شوي دي، نوموړي زیاته کړه؛ په دې کتابونو کې د اسلامي علومو، تاریخ، اقتصاد، ادب او عصري علومو اړوند موضوعات شامل دي، چې د مقر ولسوالۍ ځوانانو ته د دوی د علاقې وړ کتابونو ته د لاسرسي اسانتیا برابروي.
هغه د مقر ولسوالۍ ځوانانو او کتاب‌خوښوونکو ته دغه کتابتون ته د راتګ بلنه ورکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د کتاب لوستلو کلتور د پراختیا لپاره خپله مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطالعې کلتور ته د ودې ورکولو په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ هڅه کوي، چې د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم کتابتونونه جوړ کړي.

۱۴۴۶/۶/۳۰ ھ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۲ ھ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۱۳
Background image

بلخ کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان د تطبیق، نشه‌یي توکو او د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه غونډه وشوه

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د البرز علمي او فرهنګي ادارې لوري په یوې سترې ولسي غونډه کې د مشرتابه(حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان پر تطبیق، د نشه. . .

BACK TO NEWS