بغلان کې څه باندې دوه زره تنو ته وړیا  ژمني کورسونه پیل شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۵:۳۷
SDFGHJ

د بغلان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د دې ولایت  په اووه ولسوالیو کې څه باندې دوه زره تنو ته وړیا  ژمني کورسونه پیل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وايی: د دې وړیا کورسونو له جوړولو څخه یې موخه داده، تر څو ځوانان، ماشومان او په ټوله کې زده کوونکي په فکري، ادبیاتو، انګلیسي، وینا فن او کمپیوټر برخو کې لا زیات پوهاوی خپل کړي او ټولنې ته د یوه سالم ځوان په توګه د خدمت لپاره وړاندې شي.
هاشمي له ټولو زده کوونکو وغوښتل، چې له دې رامنځ ته شوي علمي فرصت څخه دې د خپلې پوهې د پراختیا لپاره ګټه پورته کړي او په ټاکلي وخت دې کورسونو ته حاضر شي.
د ځوانانو چارو آمر قاري محمد عبدالرحمن وویل: د ځوانانو چارو آمریت له لوري دغه کورسونه د بغلان په اووه ولسوالیو کې بې وزله ځوانانو او زده کوونکو ته پیل شوي، چې ۲۱۵۰ زده کوونکي پکښې په زده کړو بوخت شوي او د باتجربه استادانو له لوري د انګلیسي، وینا فن، پښتو ادبیاتو، ریاضي او کمپوټر زده کړې ورکول کیږي.
د دې کورسونو دوه ګډونوال فیض علي یوسفي او جان اغا وايي، چې د وړیا کورسونو زمینه ورته د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري برابره شوې او دوی خوښ دي، چې په اساسي توګه په بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکول کیږي.

۱۴۴۶/۶/۲۹ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۱ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۴
Background image

کندوز کې د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د کاپي رايټ (د چاپ حق) د خونديتوب په موخه ځانګړې ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۲۴مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل. . .

BACK TO NEWS