د دایکندي ولایت له سیمه يیزو رسنیو څخه لیدنه وشوه
د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاءمحمد هاشمي د دې ولایت د نسیم راډيو له خپرونو څخه د نظارت او د ستونزو د اورېدو په موخه لیدنه وکړه.
ښاغلي هاشمي د خصوصي رسنیو رول د نظریاتو په انعکاس، د حقایقو په څرګندولو، پېښو او د حکومت او خلکو د لاسته راوړنو په وړاندې کولو کې خورا مهم وباله، نوموړي زیاته کړه؛ د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، ترڅو په دې ولایت کې خبریالانو ته د اطلاعاتو د لاسرسي، مالي ملاتړ او د کاري خوندیتوب زمینه برابره کړي.
نوموړي له ټولو خصوصي رسنیو وغوښتل، چې په خپلو خپرونو او فعالیتونو کې د ژورنالیزم اصول مراعت کړي او د هغو مواردو له خپرولو ډډه وکړي، چې د افغانستان اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې وي.
د نسیم راډيو خبریال سلطان علي جوادي د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور ریاست او نورو سیمه ییزو ادارو له خوا له رسنیو سره د همکاریو کولو له امله مننه وکړه.
۱۴۴۶/۶/۲۶ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۸ هـ ل
