بلخ کې له رسنیو سره د همږغۍ میاشتنۍ ناسته ترسره شوه
په بلخ ولایت کې د رسنیو د همغږۍ میاشتنۍ ناسته د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمودالله ضرار، د ولایت مقام ویاند عطاءالله حاجي زید، په شمال زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسئول عبدالطیف سهاک، د ملي راډيو تلویزیون آمر مولوي محمد محمدي او د بلخ ولایت د خصوصي او امارتي رسنیو مسئولینو او استازو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمودالله ضرار وویل: د رسنیو اړوند ستونزو ته به رسېدنه وکړي او تر مسئولینو به یې ورسوي، زموږ او د رسنیو د استازو هدف یو دی او باید په مخلصانه توګه یو له بل سره همکاري وکړو، په هېواد کې د امنیت ټینګښت خبریالانو ته د ډاډمن کار زمینه برابره کړې ده او دوی کولای شي د بلخ ولایت له ټولو سیمو راپورونه چمتو کړي.
د شمال زون د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسئول عبدالطیف سهاک د خصوصي رسنیو په استازیتوب د ا.ا.ا اصولو مطابق د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
یاده دې وي، چې د حکومت او رسنیو ترمنځ دغه ډول ګډې میاشتنۍ غونډې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په مشرۍ ترسره کېږي، چې پکې د ستونزو د حل او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث کېږي.
۱۴۴۶/۶/۲۶ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۸ هـ ل
