علینګار ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سیالیو مخکښ ګډونوال وستايل شول

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۲:۲۱
لنزلت

د لغمان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د علینګار ولسوالۍ اړوند د بېلابېلو سیمو د ښوونځیو او مدرسو له (۹۵۰) تنو زده کوونکو څخه د امارت پېژندنې کتاب د علمي سیالۍ ازموینه اخیستې وه، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په ډالیو ونازول شول.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د دې سیالیو موخه د ځوانانو فکري اصلاح، روزنه، تعلیمي سویه لوړول او ترڅنګ یې ځوانان مطالعې ته هڅول دي.

نوموړي همداراز د اسلامي نظام په ګټو، ارزښت او د امارتي مشرانو په قربانیو خبرې وکړې، او زیاته یې کړه؛ اسلامي امارت د ولس د ښېرازۍ، فکري اصلاح او پرمختګ لپاره په پراخه کچه هڅې پیل کړي، ترڅو په هره برخه کې اسلامي نظام حاکم او ولس خوندي وساتي.

بل لور ته په ازموینه کې برخه اخیستوونکو زده کوونکو دا ډول سیالۍ د فکري روزنې او تعلیمي سويې په لوړولو کې مهمې وبللې، هغوی وویل: امارت پیژندنه کتاب کې یې د امارت اړوند ډېر زیات معلومات ترلاسه کړل.

په پای کې مخکښ ګډونوال په ډالیو ونازول شول، لومړي او دوهم مقام ګټوونکو ته لپټاب کمپیوټرونه، دریم ته نغدي جایزه او په پرلپسې توکه تر ۱۵۰ ګډونوالو پورې جایزې ورکړل شوې.

 

۱۴۴۶/۶/۲۳ ھ ق

۱۴۰۳/۱۰/۵ ھ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS