د اطلاعاتو او کلتور وزیر د جاپان له سفیر سره وکتل

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۵:۲۱
asadf

یکشنبه ( ۶ د جمادی الثانیة ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر الحاج ملا خيرالله خيرخواه صاحب د جاپان هيواد د سفیر کوروميا تاکايوشي سره په خپل دفتر کې وکتل.
دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر لومړی د جاپان هيواد سفیر ته ښه راغلاست ووایه او پر يو شمېر فرهنګي او هنري مسائلو يې بحث وکړ.
دواړه لوريو د د فرهنګي او هنري برخو پر پياوړتيا، د فرهنګي او کلتوري ميراثونو پر ساتنې او ګډې همږغۍ ټينګار وکړ.
د جاپان سفیر  وویل: د افغانستان کلتور ته  ځانګړی احترام لري، همدا راز نوموړي د کلتوري هڅو د پراختيا لپاره د لا زیاتې همکارۍ ژمنه وکړه.

۱۴۰۳/۹/۱۸ هـ ل
۲۰۲۴/۱۲/۸ میلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۴
Background image

کندوز کې د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د کاپي رايټ (د چاپ حق) د خونديتوب په موخه ځانګړې ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۲۴مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل. . .

BACK TO NEWS