د هېواد د تاریخي ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون نوبتي ناسته وکړه
چهارشنبه(۲ د جمادی الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د هېواد د تاریخي ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون خپله نوبتي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د تېرې ناستې پر مهال ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې کړ، چې د کابل ښار پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له تازه جوړ شوو واټونو او څلورلارو څخه یې لیدنه کړې وه، د کمېسیون غړو د دې راپور پر بنسټ لازمې پرېکړې وکړې.
د کمېسیون د پرېکړې له مخې د "محمد سالم ايزدیار څلورلارې" پخوانی نوم بېرته "د زنبق څلورلارې" ته بدل شو، همدارنګه د خلکو د غوښتنې له مخې د "قلعه وزیر څلورلارې" په رسمي ډول د همدې نوم په توګه ثبت شوه.
په ناسته کې د خیرخانې له کوتل څخه د قرغې فرقې نوي جوړ شوي سړک، د هلمند ولایت د دوو تازه جوړېدونکو څلورلارو، او د پروان ولایت د یوه انجینر له خوا ډیزاین شوې څلورلارې په اړه هم بحث وشو. د روڼتیا لپاره د کمېسیون پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د یادو موضوعاتو په اړه بشپړ معلومات چمتو کړي او په راتلونکي مجلس کې یې وړاندې کړي.
۱۴۰۳/۹/۱۴ ھ ل
۲۰۲۴/۱۲/۴ ميلادي
