په هرات کې د (د ځوانانو پر ژوند د ټولنیزو رسنیو اغېزې) تر سرلیک لاندې سمینار جوړ شو او سلګونه ځوانان له روزنیز مرکز څخه فارغ شول

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت په لومړي ځل (د ځوانانو پر ژوند د ټولنیزو رسنیو اغېزې) تر سرلیک لاندې یو سمینار جوړ کړ.
په دغه سمینار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالمتین عادل وویل: ټولنیزې رسنۍ د اړیکو جوړولو، معلوماتو شریکولو او د کاري فرصتونو په برابرولو کې پراخ امکانات لري، خو په همدې حال کې يې د ځوانانو پر رواني روغتیا اندېښنې هم ډېرې کړې دي.
د سمینار ځینو استادانو ټینګار وکړ، چې ډېری ځوانان د ټولنیزو رسنیو د سمې کارونې په اړه معلومات نه لري او دا کار د هغوی د وخت د ضایع کېدو سبب شوی دی.
د سمینار ګډونوالو له دې پروګرام تود هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې دې د ټولنیزو رسنیو اغېزو په اړه نور سمینارونه هم جوړ شي.
له بلې خوا، د هرات د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وایي: چې د ځوانانو چارو آمریت وړیا روزنیز مرکز څخه ۲۵۴ تنه ځوانانو د ویناوالۍ مهارت، کمپیوټر، انګلیسي ژبې او لومړنیو مرستو په برخو کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
۱۴۴۶/۵/۲۴ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۶ هـ ل