سرپل کې د (ټولنیز یووالی، د بریا په لور ګام) په نامه غونډه جوړه شوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۰:۵۶
مخنهت

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: دغه غونډه د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا د افغانستان غږ انستيتوت (TLO) په همکارۍ په دغه ولايت کې د مېشتو بېلابېلو قومونو په شتون سره جوړه شوه، دوی وویل: د دې غونډې اصلي موخه د قومونو ترمنځ د یووالي او همدردۍ پیاوړتیا او د ټولنیز یووالي وده ده.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما وویل: اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې وښوده، چې د بېلابېلو قومونو ترمنځ عدالت او مساوات موجود دی، نوموړي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د اسلامي نظام د پياوړتيا لپاره د خلکو د پيوستون او يووالي لپاره همکاري وکړي.
يو شمېر ګډونوالو په خپلو خبرو کې د يووالي او پيوستون پر اهميت ټينګار وکړ، دوی ټولنیز یووالی د دښمنانو پر وړاندې یو پیاوړی ځواک وباله او ویې ویل: د اسلامي امارت په بریا سره هغه ستونزې او قومي او کورني اختلافات چې له کلونو راهیسې په ټولنه کې موجود وو، پای ته ورسیدل او اوس ټول قومونه په ارامه فضا کې ژوند کوي. 

۱۴۴۶/۵/۵/ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۷ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS