محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ولايتي رياستونو د ستونزو پرحل ټينګار وکړ

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۹:۵۵
محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ولايتي رياستونو د ستونزو پرحل ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير د اطلاعاتو او فرهنګ  د ولايتي  رياستونو د ستونزو پرحل ټينګار وکړ.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس  فاروق الله عظيمي  په تخار کې  د فرهنګي اوونۍ په ترسره کولو کې د وزارت د مشرتابه  له پاملرنې مننه وکړه، د خپلو کارونو او پروګرامونو په اړه یې محمد طاهر زهیر ته رپوټ وړاندې کړ او د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ستونزو او ننګونو په حل کې یې د وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د سيمه ييز موزيم جوړول، د آبدو ترميمول او په ولسواليو کې د سيمه ييزو کتابتونونو جوړول يوه اړتيا وبلله او د وزارت له مقام څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير، تخار له مهمو فرهنګي او لرغونو ولايتونو څخه وباله او ويې ويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  ژمن دی چې خلکو ته  ښه خدمتونه وړاندې کړي او هڅه کوي  چې د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو ستونزې حل کړي.
کابل /دتلي  ٢٣مه /باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS