ننګرهار اطلاعات او کلتور ریاست کې له خبریالانو سره ناسته وشوه
د ننګرهار ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د خبریالانو د خونديتوب کمېټې له لوري د خبریالانو او مسوولینو ګډه ناسته وشوه.
یاده ناسته کې د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي، خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو استازو ګډون درلود.
خبریالانو خپلې ستونزې او مسایل له مسوولینو سره شریک کړل، چې د اطلاعاتو آمر او نورو مسوولینو ورته د ښې همغږۍ او د مسایلو د حل ډاډ ورکړ.
په دې ناسته کې د خبریالانو پر حقوقو، د هغوی د خونديتوب پر اقداماتو او د حکومت او خبریالانو ترمنځ پر همکارۍ هم خبرې وشوې.
۱۴۴۶/۴/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۳ هـ ل
