ترکیه د افغانستان د کلتوري میراثونو په ساتنه کې همکاري کوي

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۹:۵۵
svdf

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د همغږۍ او همکارۍ اژانس ( ټیکا ) مؤسسې له مسؤل فاضل آکین اردوغان سره لیدنه وکړه. 
په دغه لیدنه کې د ټیکا مؤسسې مسؤل ښاغلي اکین د یادې موسسې د فعالیتونو په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه؛ چې د ترکانو او افغانانو د ګډو کلتوري مشترکاتو او اوږدې ملګرتیا له مخې به  د افغانستان د تاریخي ابداتو په رغونه، د ملي آرشیف ، هنرستان او عامه کتابتونونو د تجهیز په برخه کې خپله همکاري پراخوي.
 د ټیکا مؤسسې مسؤل وویل: د خپلو پرمختیایې او کلتوري برنامو له مخې به په نژدې ورځو کې د مولانا جلال الدین محمد  بلخې د والد د مدرسې او خانقا له سروې ورسته به يې د بیارغونې لپاره لاس په کار شي. 
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د یادې مؤسسې له اغیزمنو فعالیتونو مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ چې ترکیې تل د افغانستان سره په پرمختیایې او کلتوري کارونو کې مرسته کړې ده.

۱۴۴۶/۴/۷ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۹ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS