د افغانستان کلتوري آتشې د ترکیې په انقره کې د YENI YÜZYIL ګوند له مشر سره وکتل

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۰
j8j8j8o

په ترکیه کې د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې قاري حمیدالله تمکین د ترکیې په پلازمینه انقره کې  YENI YÜZYI د ګوند له مشر محمد علي ارسلان سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د فرهنګي او اسلامي کنفرانسونو جوړولو په اړه د همکارۍ او همغږۍ او د افغانستان د سرتاسري امنیت په اړه خبرې او د نظرياتو تبادله وشوه.
قاري حميدالله تمکين د افغانستان له سفارت سره په هراړخیزه همکارۍ کې ددې ګوند د هڅو قدرداني وکړه او په وروستیو کلونو کې د ترکیې د دیاربکر ولایت په علمي کنفرانس کې ددې ګوند له لوري د افغانستان د اسلامي امارت د هیئتونو د بلنې او د افغانستان له سفارت سره د افغانانو د ستونزو د حل کولو په پروسه کې د هر اړخيزې همکارۍ د اعلانولو له امله مننه وکړه.
همدا راز ښاغلي ارسلان ژمنه وکړه، چې د اړتیا په صورت کې به په ترکیه کې مېشت افغانانو او سفارت ته د اړتيا وړ کتابونه په وړيا ډول په پښتو او دري ژبو چاپوي او دوی ته به يې سپاري او د عامه پوهاوي د کمپاینونو په تر سره کولو سره به د ترکیې جمهوریت په قوانینو او مقرراتو د پوهېدو لپاره د حل لارې چارې ولټول شي او له بلې خوا به په بېلابېلو پروسو کې د لازمو اسانتیاوو په اړه د ترکیې جمهوریت له اړوندو څانګو سره خبرې وشي.
په ترکیه کې د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشه هوډ لري چې د ترکیې جمهوریت د دولت او ګوندونو له مختلفو ډلو او غړو سره خپلو ناستو ته دوام ورکړي او د افغانانو د ستونزو د هواري او کلتوري ودې لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي. 

۱۴۴۶/۴/۶ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۸ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS