د هلمند ښوونیز مرکز څخه په څلورمه دوره کې ګڼ شمېر ځوانان فارغ شول

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۵:۲۵
..

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند هلمند ښوونیز مرکز څخه په څلورمه دوره کې۱۹۰ تنه د کمپیوټر، عربي او انګلیسي ژبو شپږ میاشتنیو وړیا زده کړو څخه د یوې پراخې غونډې پر مهال فارغ شول.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي عبد الرحمن حذیفه، د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبد الباري راشد، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست کارکوونکو، سلګونه تنه زده کوونکو او ګڼ شمېر عامو خلکو ګډون کړی وو.
د ځوانانو چارو آمر مولوي حیات الله یوسف له فارغ شوو زده کوونکو څخه مننه وکړه، چې خپل درسونه یې په پوره اخلاص سره تر دې ځایه را ورسول، ده له ټولو زده کوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې زده کړي تر نورو هم ورسوي، تر څو ټولنه کې د علم رڼا خپره شي.
نوموړي زیاته کړه؛ په هلمند ښوونیز مرکز کې زده کوونکو ته مجرب استادان مقرر شوي او په سختو حالتونو کې یې درسونو ته رسېدګي کوله، اوس نو په کار ده، چې زده کوونکي د خپلو زده کړو څخه د ټولنې په پرمختګ کې اعظمي ګټه واخلي.
ورپسې د ولایت مقام د دفتر رئیس ښاغلي حذیفه د خپلو خبرو پر مهال وویل: اوسنی وخت د ټکنالوژۍ دی، نو ځوانانو ته په کار ده، چې ټکنالوژي زده کړي او د اسلام په رڼا کې ورڅخه استفاده وکړي، که موږ ټکنالوژۍ ته لومړيتوب ورنه کړو، نو په دې برخه کي به له نړۍ سره بې سیاله پاته شو.
د غونډې په وروستیو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د هلمند ښوونیز مرکز استادانو ته د مادي او معنوي ډاليو ورکولو ترڅنګ فارغ شویو زده کوونکو ته هم تصدیق پاڼي ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۴/۵ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۷ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS