په سمنګان کې د لرغونو سیمو سرحدونه تثبیت شول
د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي فیروزالدين منیب او ورسره پلاوي د رستم تخت ډبرینې سټوپې سرحدونه تثبیت کړل.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فيروزالدين منيب وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې ټيم تېر کال د تخت رستم ډبرينې سټوپې په ګډون د لرغونو سيمو څخه ليدنه کړې وه، چې په ترڅ کې يې د يادې سټوپې ساحه تثبیت شوې وه، اوس د څلورو ارګانونو( امنیه قوماندانۍ، ښار جوړونې رياست، کرنې رياست او مستوفیت) څخه يوه کميټه جوړه شوه، چې د رستم تخت ډبرینې سټوپې سرحد يې تعين او خط اندازي يې وکړه.
د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتوري میراثونو د ساتنې مدير محمد امين عزيزي د تاريخي آثارو په ساتنې ټينګار وکړ او له خلکو او بېلابېلو بنستونو څخه يې وغوښتل چې د تاريخي آثارو د له منځه تلو د مخنيوي په برخه کې همکاري وکړي.
بل خوا د نوآباد تخت رستم سيمې اوسېدونکى نعمت الله د اطلاعاتو او کلتور رياست له کړنو خوښي څرګندوي او وايي؛ دغه تدبيرونه په سيمه کې د ګرځندوی د ودې او اقتصادي پرمختګ سره مرسته کولای شي.
۱۴۴۶/۴/۵ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۷ هـ ل
