محمد طاهر زهیر: له ښوونځي، ښوونکي او پوهې پرته ټولنه پرمختګ کولای نه شي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۹:۵۴
محمد طاهر زهیر: له ښوونځي، ښوونکي او پوهې پرته ټولنه پرمختګ کولای نه شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوماند وزير او سرپرست محمدطاهر زهير په ګډون نن د ښوونکي ورځ د کابل ښار په معرفت ليسه کې ونمانځل شوه . د باختر اژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د زده کوونکو، ښوونکو او يوشمېر مېلمنو په ګډون جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې ټولو ښوونکو په تېره بيا د معرفت ليسې ښوونکو ته د ښوونکو ورځې په مناسبت مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې په هيڅ هېواد او په هيڅ ټولنه کې به له ښوونځي، ښوونکي او دعلم له زده کړې پرته پرمختګ او سوکالي رامنځته نه شي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ټولنې په پرمختګ او وده کې د ښوونکي د اغيزمن رول په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: له بده مرغه د څلويښتو کلونو جګړو، شخړو او نا امنيو په بهير کې د افغانستان روزنيز سيستم ته زيات زيان اوښتی دي . هغه زياته کړه: موږ لوړې هيلې لرو؛ سوله ، ثبات، امنيت، سوکالي او پرمختګ چې دا زموږ غوښتنې دي چې هم یې له حکومت او نړيوالې ټولنې څخه اوهم یې له ځانه غواړو او دا زموږ حق دى چې دغو ټولو ته ورسيږو. محمد طاهر زهير وويل: دا ناشونى ده چې له روزنيز سيستم، زده کړو او مطالعې پرته پرمختګ ته ورسيږو. هغه زياته کړه : له بده مرغه د مطالعې او د کتاب د خپرولو فرهنګ ډير محدود اوپيکه دى او علم او پوهې خپرولو ته سمه او پوره پاملرنه، نه ده شوې او دا د روزنيز سيستم د ودې په مديريت پورې اړه لري چې بايد ګام په ګام اصلاح شي. دغه راز په دې غونډه کې د معرفت د مدني ظرفيت لوړولو موسسې رييس عزيز رويش د ښوونکي ورځې له امله ټولو ښوونکو ته مبارکي وويله او د دغې موسسې د فعاليتونو په اړه يې معلومات ورکړل . د دغې غونډې په بهير کې د معرفت ليسې زده کوونکو د ښوونکو په ویاړ شعرونه او ترانې ولوستلې او ورزشي نندارې یې اجرا کړې . غونډه د دغې ليسې ښوونکو ته د ګلانو او ستاينليکونو په ورکولو سره پاى ته ورسیده.

کابل / دتلي ١٤مه /باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS