نورستان کې له رضاکارو ځوانانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۱:۱۰
حمن

د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې له رضاکاره ځوانانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه، چې په کې د اطلاعاتو اوکلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان، د ځوانانو چارو آمر محمد شعيب مظلومیار او رضاکارو ځوانانو برخه اخېستې وه.
 د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي سميع الحق حق بيان ځوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د ځوانانو د فکري انسجام، روزنې او کارموندنې په پار له رضاکارو ځوانانو سره د همغږۍ ناسته اړينه ده، ځوانان د ټولنې مهم قشر دی، زموږ ځوانان بايد په اسلامي روحيه سمبال او د ملي فکر څښتنان اوسي.
د ځوانانو چارو آمر  محمد شعيب مظلوم يار د رضاکارو ځوانانو  د کاري استقامت په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ وويل: د رضاکاره ځوانانو په ډله کې به د مرکز په شمول د هرې ولسوالۍ استازي ګډون لري او له دې وروسته به په ولسواليو کې هم له ځوانانو سره ناستې ترتيبوي، نوموړي زياته کړه؛ ډيری ځوانان به د لوړو زده کړو په موخه پوهنتونونو ته په پوره تخفيف سره معرفي کړي‌ او هم به ورته په ګڼو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي.
همداراز د ناستې په ترڅ کې رضاکارو ځوانانو خپلې غوښتنې، وړانديزونه او نظريات شريک کړل او د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسولينو يې مننه وکړه، چې د ځوانانو د پرمختګ او روزنې لپاره کار کوي.

۱۴۴۶/۳/۹ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS