بادغیس کې ادبي مشاعره ترسره شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۰:۴۹
h

د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په بالامرغاب ولسوالۍ کې د لسګونه تنو شاعرانو، ليکوالانو او فرهنګيانو په ګډون ادبي مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس اخندزاده مطيع الله متقي وايي: دا ډول ادبي ناستې او مشاعرې جوړول له شاعرانو او اديبانو د ملاتړ او د دوی ترمنځ د يووالي په موخه ترسره کيږي.
همدا رازد بالامرغاب ولسوالۍ يو شمېر شاعرانو او ليکوالانو دا ډول ناستې د خلکو د کلتوري ودې په برخه کې ګټورې وبللې، دوی له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه وغوښتل، چې د خلکو په کلتوري بډاينې کې نورې هم هڅې وکړي او ورته ناستې او مشاعرې جوړې کړي.
پای کې شاعرانو او ليکوالانو خپلې ليکنې او شعرونه ګډونوالو ته واورول.

۱۴۴۶/۲/۳۰ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۳ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS