د خلکو او حکومت ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا په موخه ناسته ترسره شوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۶:۸
منت

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د افغانستان د خلکو غږ موسسې په همکارۍ  د خلکو او حکومت ترمنځ د اړيکو پياوړتيا په موخه ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معين او د هرات ولايت مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي، د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي احمدالله متقي، ګڼ شمېر ديني علماوو، قومي مشرانو، د ښوونځيو استادانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د ناستې ترتيبوونکو له دې ناستې موخه د خلکو له لوري د پراختيا، زراعت، برښنا او نورو برخو کې غوښتنې اوريدل ياد کړل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معين او د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي وايي: د خلکو غوښتنې اورېدل او ستونزو ته د حل لارو پيدا کول د اسلامي امارت په کاري لومړيتوبونو کې دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي وويل: د اسلامي امارت نظام د خلکو نظام دی، په تېرو دريو کلونو کې يې چې کوم کوم کارونه او پروژې ترسره کړي دي، په شلو کلونو کې يې ساری نه ليدل کيږي.
بل لور ته د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د سياحتي، زيارتي، درماني او انلاین خدمتونو شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوی آمر مولوي رحمت الله محمدي وايي: هغه شمېر شرکتونه چې د فعاليت د جواز موده يې پوره شوې وه، بند کړل شول او د قانوني فعاليت ترسره کولو په موخه ورته لازمې توصيې وشوې.

۱۴۴۶/۲/۲۴ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۷ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS