غزني کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۲:۴۹
شسی

د غزني ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ياد ریاست د رئيس ملا حميد الله نثار په مشرۍ ددې ولايت د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حمیدالله نثار اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه معلومات شريک کړل او زياته يې کړه؛ هڅه کوو چې په غزني ولايت کې د دولتي ادارو د نشراتو مسؤلينو ته روزنيز سمينار جوړ کړو، همدا راز په دې ولايت کې د دولتي ادارو او رسنيو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو لپاره پلان تر لاس لاندې دی.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر مولوي منصور افغان وويل: د دولتي ادارو د نشراتو مسؤلين دې د خبري راپورونو د خپرولو پر وخت له دقت څخه کار اخلي، پوره او دقيق اطلاعات دې د رسنيو په اختيار کې ورکوي.
ورپسې د ناستې نورو ګډونوالو د رسنيو، خبريالانو او دولتي ادارو ترمنځ په ښې همغږۍ او له رسنيو سره  د خبري موضوعاتو په شريکولو ټينګار وکړ او دا ډول ناستې يې مهمې وبللې.

۱۴۴۶/۲/۱۸ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS