د خاص روزګان ولسوالۍ ځوانانو ته ښوونيز سمينار جوړ شو

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۹:۴۸
hg

د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خاص روزګان ولسوالۍ ځوانانو ته د یووالي او فکري ويښتیا په هدف یو ورځنی سمینار ورکړل شو او تر ډېره یې ځوانان یووالي او فکري ويښتيا ته راوبلل.
یاد سمينار کې د اطلاعاتو او کلتور د رئیس تر څنګ د ولسوالۍ مسوولینو، د علماوو شورا غړو، د ښوونځیو او مدارسو استادانو او د ګڼ شمېر تعلمي ادارو زده کوونکو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعات او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي د وینا پر مهال د دغه نظام د راتګ لپاره د ولسونو د قربانیو یادونه وکړه او زیاته یې کړه؛ ځوانان دې د دغه نظام د بقا او پرمختک لپاره د نظام ملاتړ وکړي او په یووالي سره مو د هیواد خدمت وکړئ، ځوانان د نظام د پر مختګ او هیواد د خدمت تر ټولو مهم عنصر دی، تېر اشغال په نظامي برخه کي ماته خوړلې، خو لا یې هم فکرې اشغال ته ملا تړلې، پکار ده چي ټول ځوانان د فکري اشغال د ختمولو لپاره جهاد ته ادامه ورکړي او د راتلونکو ځوانانو د فکري سمون لپاره د خپلې ټولنې د اوسېدونکو فکرونه جوړ او مثبت لور ته وهڅوي.
 د سمینار یو شمیر نورو ګډونوالو هم د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: دا نظام له هره اړخه پوره اسلامي نظام دی، په ملاتړ یې دا هیواد د پرمختګ او سوکالۍ لوري ته ځي، پکار ده چي د هر قوم، سیمې او سمت ځوانان په یووالي سره د دغه نظام ملاتړ وکړي.

۱۴۴۶/۲/۱۸ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

کونړ کې د سیمه ایزو رسنیو خبریالانو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د همغږۍ د اتحادیې له لوري د یونسکو په مالي ملاتړ د کونړ سیمه ایزو رسنیو خبریالانو او یو شمېر امارتي ویاندویانو لپاره یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۵
Background image

د کډوالو له لنډمهالي کمپ څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر خبري آژانس رئیس او هم مهاله د کډوالو د عامه پوهاوي کمېټې مسؤول مولوي احسان الله حسان او د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

BACK TO NEWS