د اطلاعاتو او کلتور وزير د انګلستان سفارت له شارژدافیر سره وکتل

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۹:۱۷
محمح

د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه صاحب په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د انګلستان هیواد د سفارت له شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه او د انګلستان هيواد شارژدافیر رابرټ ډيکسن د افغانستان په روان سیاسی، اقتصادي وضعیت او مخدره توکو سره د مبارزې په لارو چارو خبرې وکړې او نظرونه يې تبادله کړل.

دواړو لورو اوسنی وضعیت د تعامل، خبرو اترو، د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا لپاره مناسب وبللو او تر څنګ یې زیاته کړه؛ چې پرمختللی او باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

۱۴۴۶/۲/۴ ھ ق
۱۴۰۳/۵/۱۸ ھ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او. . .

BACK TO NEWS