د جام تاريخي او لرغوني منار شاوخوا پاک کاري وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۳:۵۸
ثث

د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي عبدالحی زعيم، د ولايت مقام نماينده او د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي آبداتو مديريت کارکوونکو له لوري د جام تاريخي منار شاوخوا سيمې چې د وروستيو سيلابونو د پاتې شونو له امله ډکې شوې وې د پاک کارۍ چارو په ترسره کېدو سره د پټۍ په پرې کولو سره پرانستل شوه.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالحی زعيم وويل: د سيلابونو راوتلو له امله د جام منار شاوخوا سيمې او تر څنګ يې تيريدونکی سيند د سیلابونو د پاتې شونو له امله ډک شوي وو، چې دې نړيوالې لرغونې تاريخي آبدې ته خطر مواجه کړی و، د جام منار اوسني استنادي ديوالونه  د منار د محافظت لپاره بسنه نه کوي، د استحکام لپاره يې اړتيا ده چې په شاوخوا سيمو کې يې نور محافظتي کارونه وشي او د سيلابونو مخنيوی پرې وکړي.
  د پاک کارۍ چارو د مسؤلې موسسې (BRD) مرستيال نیک محمد سليمي وايي: د پاک کارۍ چارو پروژه د د يونسکو نړيوال سازمان له لوري تمويل شوې وه، د کار موده يې يوه مياشت وه، چې د قرارداد له مادو سره سم پر مخ وړل کيدو، دا مهال د جام منار په شاوخوا  ټولو سيمو کې پاک کاري وشوه.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په حاکميت سره د جام لرغوني منار د ساتنې په برخه کې ارزښتناک کارونه ترسره شوي دي، تېر کال هم د ياد منار د شاوخوا کابین کارۍ  او استحکام چارې ترسره شوې وې.

۱۴۴۶/۲/۲ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۱۶ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS