بغلان کې تاریخي او کلتوري سیمې کشف شوې

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۴:۱۶
afghanisatn

دوشنبه ( ۲۳ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلينو په وينا؛ د  اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د موزیم، لرغون پیژندنې او تاریخي ابداتو ریاستونو سره يې په ګډه د تاریخي سیمو او د سیلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو د سروې پر مهال اته نورې تاریخي او کلتوري سیمې کشف کړي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وایي: دغه اته سیمې د دې ولایت په برکې،نهرین، دهصلاح، پلحصار، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسواليو کې کشف شوي، چې سمڅې، کلاګانې او غونډۍ پکې شاملې دي، د ځينو کشف شوو سیمو لرغونتوب په باختري دورې پورې او د ځینو نورو یې په کوشاني دورې پورې اړه لري.
د يادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لرغون پوهانو په برکې، جلګې، نهرین، دهصلاح، پلحصار، بنو، دوشي، پلخمري، ډنډغوري، دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسوالیو کې له ۳۰ لرغونو او کلتوري سیمو څخه هم لیدنه وکړه.

۱۴۰۳/۵/۸ ھ ل 
۲۰۲۴/۷/۲۹ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS