د سيدآباد ولسوالۍ سالارو کلي لرغوني جومات څخه ليدنه وشوه
چهارشنبه ( ۱۸ محرم ۱۴۴۶ ) د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست فرهنګي پلاوي د سيدآباد ولسوالۍ سالارو کلي له لرغوني جومات څخه چې ۱۰۴ کلن تاريخ لري ليدنه وکړه.
دغه جومات په ۱۲۹۹ کال د سيمې د خلکو له خوا په ډېر عالي هنر او ځانګړي طرز سره نقاشي شوی، چې په سيمه کې د نقاشۍ له اړخه ساری نه لري.
د سالارو د کلي اوسيدونکي عبدالحبیب پر وينا؛ د سالارو کلي جومات په ۱۲۹۹ ه ل کال د کليوالو معمارانو له خوا نقاشي شوی، د یاد جومات نقاشي کولو لپاره به یې هګۍ د کنډولي له خاورو سره ګډولې او بیا به یې په نقاشۍ کې ترې کار اخيسته.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر شفيق الله فضلي وويل: د سالارو کلي جومات یو لرغونی جومات دی، چې د اسلامي فرهنګ او تمدن یوه ځانګړې نمونه څرګندوي او په یوه څانګړې نقاشۍ جوړ شوی، یاد جومات به د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تاريخي آبداتو کې ثبت کړي او د ساتنې لپاره یې له خلکو وغوښتل تر څو ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
۱۴۰۳/۵/۴ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۲۵ ميلادي
