شاعران د ټولنې په اصلاح کې مهم رول لري

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۱:۲۹
...

 سه شنبه ( ۱۷ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبیب‌الله الهام له يو شمېر شاعرانو، لیکوالانو، ترنم او نعت ویونکو سره د ملاتړ او له دوی سره د همغږۍ د رامنځته‌کولو او اړیکو د پياوړتیا په موخه ناسته وکړه.
ښاغلی الهام د ناستې پر مهال شاعران د نورو اقشارو ترڅنګ د ټولنې اړینه برخه یاده کړه، چې په خبره یې، دوی کولاي شي د عامه افکارو په جوړښت او د ټولنې د اصلاح په برخه کې اړین رول ولوبوي. 
په یاده غونډه کې په راتلونکي کې د ورته ناستو د ترسره کولو وړاندیزونه وشول او په یو لړ نورو موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې او لازم تصاميم ونيول شول.

۱۴۰۳/۵/۳ ھ ل 
۲۰۲۴/۷/۲۴ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS