د ځوانانو د علمي پیاوړتیا لوړولو سربیره د جوزجان عامه کتابتون هم غني کیږي
سه شنبه ( ۱۷ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير محترم الحاج ملا خيرالله خيرخواه او ددې وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین محترم مولوي قدرت الله جمال د جوزجان ولايت له والي قاري ګل حیدر شفق او د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي سيف الله معتصم سره د وزارت مقام کې لیدنه وکړه.
په ليدنه کې د جوزجان ولايت د فرهنګي او تاریخي چارو په پرمختګ د خبرو تر څنګ د نوموړي ولايت والي سیلانیانو ته د خدماتو د ښه والي او د دوی د امنیت په موخه د مثبتو فعالیتونو څخه یادونه وکړه.
وروسته د یاد ولایت عامه کتابتون د غني سازي په موخه د کتابونو اضافه کول او د ځوانانو د علمي، فرهنګي او فکري پیاوړتیا په موخه د اصلاحي او روزنیز برنامو په تر سره کولو خبرې وشوې.
۱۴۰۳/۵/۲ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۲۳ ميلادي
