نيمروز کې فکري، معنوي او فرهنګي سمينار جوړ شو

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۲۲
1e1e

چهارشنبه ( ۱۱ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤولين وايي: د فرهنګي، فکري او معنوي سمينارونو په لړ کې د ديني مدرسو د طالب العلمانو لپاره د چاپيريال ساتنې تر عنوان لاندې دوهم سيمينار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رياست  د اطلاعاتو آمر او د سمينار وړاندې کوونکي محمد ظریف يوسفزي د مکي دارالعلوم طالب العلمانو ته د چاپيريال ساتنې او د ټولنې په وړاندې د هېوادوالو د مسؤولیتونو تر سرليک لاندې د هوا ککړتيا،زيانونه، مخنيوي يې او د چاپیریال اړوند نورو موضوعاتو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمت الله محمدي د ياد سیمینار د جوړېدو په اهمیت، د یاد ریاست  د اهدافو او د ځوانانو او طلابو لپاره د پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ چې ځوانان او طالب العلمان باید له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
د مکي دارالعلوم مسؤل مولوي عبدالباري د ورته سيمينارونو جوړول د ځوانانو او طالب العلمانو د پرمختګ په برخه کې مهم وبلل او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
په پاې کې د يادې مدرسې د طالب العلمانو لپاره هغه جايزې چې د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا په پام کې نيول شوې وې د پچه اچونې له طریقه د دغه سيمينار ګډونوالو ته ورکړل شوې.

۱۴۰۳/۴/۲۸ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۱۸ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS