نورستان کې د امارت پېژندنې کتاب علمي سيالۍ آزموينه واخيستل شوه
يکشنبه ( ۸ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) نورستان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري مرکز پارون کې په امارت پېژندنې کتاب کې له لسګونو تنو زده کوونکو او محصلینو څخه د يوې ځانګړي کميټې په حضور کې په شفاف ډول آزموینه واخیستل شوه، چې پر مهال يې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان او د ځوانانو چارو آمر محمد شعيب مظلوم یار هم شتون درلود.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سميع الحق حق بيان وايي: په دې سیالۍ کې ۱۷۰ تنو ګډونوالو برخه اخستې وه،چې له آزموينې وروسته به لوړو نمرو ګټونکو ته بيلابيلې ډالۍ وویشل شي، نوموړی له دې سياليو څخه موخه د اسلامي امارت پېژندنه،د ځوانانو عملي وړتیا لوړونه او فکري رغښت وښودل.
د سيالۍ ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د مننې ترڅنګ د ورته نورو برنامو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د نورستان په بيلابيلو ولسواليو کې د ځوانانو د علمي وړتیا لوړونې په موخه ګڼې سيالۍ ترسره کړي دي.
۱۴۰۳/۴/۲۶ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۱۶ ميلادي
