عامه کتابتون ته شاوخوا زر ټوکه کتابونه ډالۍ شول

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۴:۵۷
...

شنبه ( ۷ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د خوست عامه کتابتون ته د يوه خوست ميشتي ولي الدین غني له لوري د وطني او ملي احساس له مخې بېلابېل کتابونه ډالۍ شول، چې شمېر یې تر زرو ټوکو رسیږي.
یاد کتابونه چې زیاتره یې پخواني دي او منځپانګې یې پر بېلابېلو موضوعاتو راڅرخي، کتابتون ته د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئیس شبیر احمد عثماني په لاس ډالۍ کړل شول.
په یادو کتابونو کې د پښتو او فارسي ژبو د پخوانیو ۶۰ شاعرانو د بیتونو غورچاڼ چې " د قیمتي ملغلرو امېل " نومیږي، هم شامل دی چې په خپله د ولي الدین غني په لاس لیکل شوی دی.
ولي الدين غني وویل: یاد کتابونه یې د ځوانانو د مطالعې او د هغوی د علم په برخه کې د پرمختګ په خاطر عامه کتابتون ته راوړي، په دې آثارو کې د لسګونو کالو پخواني دیني، علمي، ادبي، ورزشي، سیاسي، نظامي کتابونه او مجلې شتون لري.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې په کور کې ايښي اضافه کتابونه دې عامه کتابتون ته ډالۍ کړي، تر څو یې له معلوماتو نور خلک هم ګټه واخلي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس شبیر احمد عثماني د ولي الدين غني دا ګام د کتابتون په غني کېدو او مطالعې ته د ځوانانو په راجلبولو کې مهم وباله او له نوموړي څخه یې د مننې تر څنګ له نورو خوست مېشتو د ورته چارو د ترسره کولو هیله وکړه.
د خوست عامه کتابتون په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې موقعيت لري، چې د ورځې ورته لسګونه تنه د مطالعې په موخه ورځي.

۱۴۰۳/۴/۲۴ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۱۴ میلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS