د هېواد د تاریخي آثارو ساتنه او بیارغونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لومړیتوبونو څخه دي

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۲۲:۲۴
...

د سه شنبې په ورځ (۳ محرم ١٤٤٦) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر محترم ملا خیرالله خیرخواه د آغا خان بنسټ د فرهنګي څانګې له رئیس انجینر اجمل میوندي سره په خپل دفتر کې وکتل. 

په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر وویل، د هېواد تاریخي زېرمې د افغانانو د لرغوني تاریخ، مستند فرهنګ او ملي هویت استازیتوب کوي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د هغو بنسټونو ترمنځ چې هېواد کې د تاریخي زیرمو ساتنه او بیارغونه کې فعالې دي، د همغږۍ پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ. 

ورپسې په افغانستان کې د آغا خان د فرهنګي خدمتونو رئیس انجینر اجمل میوندي د اطلاعاتو او کلتور وزارت محترم وزیر ته د دغې موسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دغې موسسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې پروژې بشپړې کړي دي چې دا  مهال په غزني ولایت کې د باباجي جومات د بنسټیزې بیارغونې او د کابل په بالاحصار کې د یوه لرغوني پارک د جوړولو پروژه، د کابل سیند شا او خوا د چاپېريال تغیرول چې په ماشین خانه باندې هم مشهور دئ، د هرات د جومات د پنځمې منارې  پياوړتيا، د هرات د جامع جومات د برجونو د پياوړتيا او په دغه ولايت کې د وروستۍ زلزلې له امله د خواجه عبدالله انصاري د زيارت د چتونو د ترميم او پياوړتيا او په لوګر کې د عینک د مسو د لرغونو آثارو د ساتنې لپاره بیړني اقدامات روان دي. 

په اخر کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير ملا خيرالله خيرخواه د هېواد د تاريخي ابداتو د ساتنې او بيارغونې په برخه کې د آغاخان بنسټ د فرهنګي څانګې د فعاليتونو ستاينه وکړه. 

۱۴۰۳/۴/۱۹ ھ ش 

۲۰۲۴/۷/۹ میلادی

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

ملي موزیم

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې په ملي موزیم کې ۸۰۰ قلمه بېلابېل تاریخي آثار ترمیم، وقایه او پاکاري شوي او همدارنګه د لوګر، غزني، هرات او فاریاب په سیمه‌ییزو موزیمونو کې ۶۳۰ قلمه نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

لرغونې سیمې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي موزیم، ملي لابراتوار او د لوګر او ننګرهار ولایتونو سيمه‌ييزو موزیمونو ته (۱۹۵۳) قلمه لرغونې آثار انتقال شوي دي.
په یاده موده کې د کابل له بالاحصار څخه. . .

BACK TO NEWS