د (لرغوني بامیان) فرهنګي جشن جوړ شو

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۶:۸
ppp

دوشنبه ( ۲ محرم ۱۴۴۵ )  بامیانو ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د (لرغوني باميان) تر نامه لاندې فرهنګي جشن د بامیانو  والي، د دولتي ادارو مسؤلينو، شاعرانو، لیکوالانو، هنرمندانو، فرهنګپالو او ګن شمېر د هنر مينه‌والو په شتون کې جوړ شو.

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفي‌الله رائد وويل: د دې جشن له ترسره کولو څخه يې موخه د بامیانو د تاریخي آبدو او جاذبو معرفي کول، د بامیانو لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو هڅول او له بامیانو څخه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د نویو معلوماتو منعکس کول دي. 

ښاغلي رائد د بامیانو د لرغونو او تفریحي سیمو په اړه د یوې مجلې په بڼه د مقالو د خپرولو او نړیوالو ژبو په ځانګړې توګه انګلیسي ته د ژباړې یادونه وکړه.

د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي له شاعرانو، لیکوالانو او هنرمندانو وغوښتل، ترڅو په خپلو مقالو او آثارو کې د افغانانو زړورتیا، عزت، قربانۍ او افتخارات هغو دښمنانو او پرديو ته وښيي، چې تل د افغانستان لپاره د نفاق، ورانۍ، تفرقې او تباهۍ هڅه کوي او هغوې ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

د باميانو والي زياته کړه، د باميانو محلي اداره د ليکوالانو، شاعرانو او نقاشانو ملاتړې ده او د هر ډول کلتوري برنامو چې د اسلامي شريعت مطابق وي د ترسره کولو بشپړه همکاره ده.

فرهنګي جشن د هغو لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو لپاره چې د بامیانو د لرغونو او تاریخي سیمو په اړه یې معلومات چمتو کړي او مقالې لیکلي دي، د ستاینې سندونو او نغدو جایزو په ورکولو سره پای ته ورسېد.

۱۴۰۳/۴/۱۹ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۹ ميلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS