فارياب کې له محلي رسنيو څخه څارنه ترسره شو

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۴:۴۷
...

 شنبه ( ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدین محمدي د اطلاعاتو د آمر او د باختر آژانس اطلاعاتي مدير په ملتيا  يسرا او ممتاز راډیوګانو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدین محمدي د رسنیو له کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال وویل: سیمه ئیزې رسنۍ د ملي یووالي په رامنځته کولو او د ښوونې او روزنې په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي، له څارنې څخه مو موخه د رسنيو د وضعيت څېړل او د ستونزو اورېدل دي.
ښاغلي محمدي د راډيو ګانو د امکاناتو او سټوډيوګانو د ليدنې پر مهال د راډيويي خپرونو د کيفيت د ښه کولو لپاره د پرمختللو وسايلو اهميت هم په بیان کړ.
نوموړي د کره او پر وخت معلوماتو لپاره د سیمه ئیزو رسنیو د هڅو او فعاليت ستاینه وکړه او د ستونزو د حل په موخه يې ډاډ ورکړ.

۱۴۰۳/۴/۱۷ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۷ ميلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS