له ځوانانو، فرهنګیانو او شاعرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۲:۵۴
فرهنګ

شنبه ( ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په چهاربولک ولسوالۍ کې له ځوانانو، فرهنګیانو، شاعرانو او د ادب د مينه والو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه، چې پکښې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني، د ٢٠٩ الفتح قول اردو ویاند مولوي صديق الله نصرت، ولسي مشرانو، شاعرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
 د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني وويل: دا ډول ناستي، ادبي بنډارونه او مشاعرې جوړول د شاعرانو او ځوان نسل د فکري ودې په برخه کې مؤثر دي، نوموړي ژمنه وکړه، چې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست به دې ته ورته نورې مهمي برنامې جوړي او د خپل ادب او فرهنګ د بډاینې لپاره به کار لازم ګامونه اوچت کړي.
ښاغلي نوراني له ځوانانو او د سیمې له خلکو وغوښتل، چې خپل ادب او فرهنګ ته پاملرنه وکړي، تر څو د افغانستان اصلي اسلامي فرهنګ خوندي وساتل شي.
د ٢٠٩ الفتح قول اردو ویاند مولوي صدیق الله نصرت خبرې وکړې او د ا.ا.ا په کامیابۍ کې یې د ځوانانو د قربانیو او سرښندنو يادونه وکړه او له فرهنګیانو یې وغوښتل، چې د خپلو غازیانو او شهیدانو اتلولۍ وستايي او حماسې یې راتلونکو نسلونو ته د ادب او شعر په ژبه نقل کړي.
 د ناستې په وروستيو شيبو کې عطامحمد ساهو، محب الله حقاني، امان الله عادل، حافظ صیب نصرت او نورو ځوانانو خپل شعرونه او ويناوي واورولې.

۱۴۰۳/۴/۱۷ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۷ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS