۵۵ تنه ځوانان له کمپيوټر زده کړو څخه فارغ شول
شنبه ( ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند پکتيکا وړيا ښوونیز مرکزڅخه ۵۵ تنه ځوانان د کمپيوټر زده کړو څخه فارغ شول
د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر ناياب وويل: د ياد ښوونيز مرکز په پنځمه دوره کې يې ګډونوالو ته د چټکو کمپيوټري زده کړو لړۍ پيل کړې وه، چې يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ او له پای ته رسېدو سره يې ګډونوالو د کمپيوټر له لومړنيو پرګرامونو سره بلدتيا پيدا کړه.
د ياد مرکز استاد تاج ګل ذکي هم له زده کوونکو د خوښي په څرګندولو سره وويل: د تېرې يوې مياشتې په دوران کې يې خپل درسونه په ښه توګه زده کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو آمريت په وړيا توګه ځوانانو ته د زده کړو زمينه برابره کړې او دا لړۍ به دوام لري.
۱۴۰۳/۴/۱۶ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۶ ميلادي
